اقبال سروی

اقبال سروی
د دي سروی نوم"اقبال" دی. د اقبال کلمه په افغانستان په دري ژبه کې مروجه ده. اقبال په معنی د "بخت یا خوشبختی" ده. 
Pashto

افغان مهاجرینو روغتیا او ژوند په
کلیفورنیا کی

 

ولی اقبال سروی اجراکوو؟

افغانستان چی څلویښت میلیونه نفوس لري، له څلورو لسیزو څخه زیاته جګړه، تاوتریخوالي، او سیاسی بی ثباتی تجربه کړي ده. د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا له ۸۰ زرو څخه زیات افغانان د امریکا متحده ایالاتو مهاجر شول چی شاوخوا ۲۰ زره یی په کلیفورنیا کې میشته شويدي. 

د مهاجرت نه وروسته مرحله کي د افغان مهاجرینو د ژوند او روغتیا د زیانمنتیاوو په اړه سرویګانی او معلومات په کافی اندازه نشته. روغتیایی او تعلیمی خدماتو ته د عادلانه لاسرسي لپاره او دا چی د دوی روغتیایی مشکلات په سیستم باندی د غیر پلان شوي بار په شکل رامنځته نه شی، د افغانانو د روغتیا او ژوند د زیانمنتیاوو په اړه مخکی له مخکی معلومات خورا ضروري دي. ددي لپاره چی دغه معلومات په ساینسی ډول لاسته راوړل شی، یوي اساسی ریسرچ ته اړتیا ده تر څو د افغان مهاجرینو د روغتیا او ژوند زیانمنتیاوي تر څیړنی لاندي ونیسی.  

موږ څه کوو؟

د دي علمی سروې (اقبال سروي) هدف دا دی چې د يوي وړي کوهارت مطالعی په ترڅ کې د بیا میشتیدنې پړاو کې د افغان مهاجرینو د ژوند او روغتیا زیانمنتیاوي او د دوی تجربې، چلند او د دې زیانمنتیاوو لاملونه وڅیړل شي.

د سروي مرکي یا مصاحبی

په سروې کې دوه مرکې یا مصاحبی شاملې دي: یوه په پیل کې او بله شپږ میاشتې وروسته، د تلیفون یا شخص په واسطه.

 

د ګډون لپاره دعوت کول

ګډونوال به وهڅول شي چې د مسج، واټس اپ یا ایمیل له لارې ملګري ته را دعوت کړي. دا پروسه موږ سره مرسته کوي چې د مطالعې لپاره واجد شرایط افغان مهاجرینو ته ورسیږو.

 

تادیات

برخه اخیستونکي به د خپل وخت او هڅو لپاره تر 150 ډالرو پورې ترلاسه کړي. همدارنګه ګډون کوونکی به د 100 ډالرو په پچه اچونه کې هم شامل شی.

 

د سروي ټیم

دا سروي به د علی میرزازاده چی د کالیفورنیا پوهنتون سان فرانسسکو (UCSF) پروفیسوردي، په مشرئ اجرا کیږی. د سروي د ټیم څیړونکی خپله د مهاجرت لومړئ لاس تجربه لري او په پښتو، دري، او انګلیسی ژبو کې مهارت لري. دا ټیم د مهاجرینو سره د لسګونو کلونو کار تجربه هم لري. 

 

 کلیفورنیا پوهنتون سانفرانسیسکو

علی میرزازاده:  اصلی محقق:  طب داکتر،د عامی روغتیا ماستر او د نړیوالی روغتیا داکتر(اپیدمیولوژیست)، د کلیفورنیا پوهنتون کی دوکتورا برنامی مرستیال او د حیاتی احصایی او اپیدیمولوژي پروفیسور

ایوا رافائل: د طب داکتر (د سر محقق مرستیال- د طبی سوابقو متخصص) 

افتخار سادات: د طب داکتر، د عامی روغتیا ماستر، د کلیفورنیا پوهنتون سانفرانسیسکو کی د ریسرچ متخصص (د پروژي منیجر)

لیلا تاج: د طب داکتر، د عامی روغتیا ماستر (د سروي کارکوونکی)

آتوسا بونیانی: د کلیفورنیا سانفرانسیسکو پوهنتون کې په (IGHS)‌ انستیتوت کی تحقیق کوونکی (د سروي کارکوونکی)

سیما نادری: د عامی روغتیا لسانس او ماستر، د نړیوالی روغتیا د دوکتوررا کاندید

محمد صدیق حضرتزی: طب داکتر، د عامی روغتیا ماستر(د سرمحقق مشاور)

کلیفورنیا پوهنتون، دیویس (سکرمنتو)

ماریوس کوگا:  د طب داکتر، د عامی روغتیا ماستر، د عامې روغتیا د علومو په څانګه کې د یولیسس د کډوالو د روغتیا څیړنې روزنیز پروګرام همکار پروفیسور او رییس (د اصلی محقق مرستیال)

کلیفورنیا پوهنتون، برکلی

روهینی هار:   دطب داکتر، عامی روغتیا ماستر، د بیړني حالت ډاکټر، د عامې روغتیا په پوهنځي کې معاون پروفیسور؛ د بشري حقونو په مرکز کې د څیړنې فیلو؛ او د حقوقو په پوهنځي کې استاد (د اصلی محقق مرستیال)

جانان طالبلو: د د طب پوهنځي زده کوونکی (د ریسرچ کارکوونکی)

موږ سره په اړیکه کې اوسئ!

لطفا دي لنک ته په فشار ورکولو سره موږ سره يوځای شئ!

موږ سره په اړیکه کې شئ!

ایمیل: [email protected]

تیلیفون او وتسپ: +1 (415) 205-2883